په خپله خوښه راستنېدنه

Frivillig återvandring – pashto

لکه څرنګه چې تاسو ددې حق لرئ چې په سویډن کې د خوندیتوب غوښتنه وکړئ، نو په همدې ډول تاسې ددې حق هم لرئ چې خپل یا بل هیواد ته لاړ شئ، داسې ځاې چیرې چې تاسو د ژوند کولو حق ولرئ. تاسو کولی شئ چې دلته د هغه مالي مرستې په اړه نور معلومات ولولئ چې د سویډن د مهاجرت اداره یې تاسو ته د بیرته ستنیدو په وخت کې درکوي.

تاسو کولی شئ د مالي مرستې لپاره غوښتنه وکړئ

که تاسو له سویډن څخه د تللو پریکړه کړې وي، تاسو کولی شئ د سویډن د مهاجرت ادارې څخه د بیرته راستنیدو مالي مرستې لپاره غوښتنه وکړئ.

کوم کسان کولی شي چې مالي مرستې ترلاسه کړي؟

که تاسو چیرې په سویډن کې د لنډمهاله یا دایمي استوګنې جواز لرئ نو کولی شئ چې د مالي مرستې لپاره غوښتنه وکړئ.

  • د مهاجر په توګه
  • د کوټې کډوال په توګه
  • د بدیل په توګه محافظت ته اړتیا لري
  • په ځانګړې توګه د دردناک شرایطو له امله
  • یا د هغه چا سره د تړاو له امله چې د استوګنې اجازه لیکونه لري چې موږ پورته لیست کړي دي.

د کورنۍ د غړو په اړه

کله چې تاسو د خپل ځان لپاره د مرستې غوښتنه کوئ، تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ (میړه او د 18 څخه کم عمر لرونکي ماشومان) لپاره هم د مرستې غوښتنه وکړئ. که ځانګړي لاملونه وي، نور خپلوان چې ستاسو سره اوسیږي هم ګټې ترلاسه کولی شي، د بیلګې په توګه ستاسو ملګری یا ستاسو ماشوم چې 18 کلن شوی وي.

څوک نشي کولی چې مالي مرسته ترلاسه کړي؟

تاسو نشئ کولی مرسته ترلاسه کړئ که تاسو

  • د سویډن تبعه لرئ
  • د ډله ایزو مهاجرینو د لارښوونو سره سم د استوګنې جواز لرئ او د اوکراین څخه راغلي وي
  • د خپل ځان لپاره کافي پیسې ولرئ ترڅو تاسو وکولی شئ د سفر لپاره پخپله پیسې ورکړئ
  • په سویډن کې پورونه ولرئ.

د مالي مرستې مقدار څومره دی؟

مرسته د هر بالغ لپاره 10,000 کرونه او د هر 18 کالو څخه کم عمر هر ماشوم 5,000 کرونه ده. یوه کورنۍ کولی شي تر 40,000 کرونو پورې مرسته ترلاسه کړي.

که تاسو چیرې مالي مرسته ترلاسه کړئ، نو د سویډن د مهاجرت اداره به ستاسو د سفر لګښت هم ورکړي. تاسو نشئ کولی چې خپل هیواد ته د چکري تګ او یا د کور سامان لیږدولو لپاره وړیا مرسته ترلاسه کړئ.

د درخواست په وخت کې تاسو باید څه په پام کې ونیسئ؟

  • تاسو باید د خپل هیواد یو معتبر پاسپورټ له ځانه سره ولرئ (دا امکان نلري چې د سفر اسنادو یا بهرني پاسپورتونو سره سفر وکړئ چې د سویډن چارواکو لخوا صادر شوي وي).
  • که تاسو غواړئ د خپل هیواد څخه پرته بل هیواد ته لاړ شئ، تاسو باید په هغه هیواد کې د ژوند کولو اجازه ترلاسه کړې وي.
  • تاسو باید د هغه هیوادونو ویزه هم ولرئ له کوم هیواد څخه چې تاسو تیریږئ که چیرې دې امر ته اړتیا وي.
  • کله چې تاسو له سویډن څخه لاړئ، نو د مهاجرینو اداره به ستاسو اقامه او د پناهندګۍ قضیه بیرته واخلي.

د بیرته راستنیدو د مالي مرستې لپاره څنګه غوښتنه وکړئ

تاسو کولی شئ چې د یو فورم د ډکولو له لارې د بیرته ستنیدو مالي مرستې لپاره درخواست ورکړئ، چې دې ته بل هیواد د سفر لپاره مالی مرسته ویل کیږي. دا اړینه ده چې تاسو باید یوه پوره درخواستي واستوئ.

بل هیواد ته د اوسیدو سفر لپاره د مالی مرسته درخواست فورم نمبر 4453 Pdf, 1.2 MB, opens in new window.

Ansökan om bidrag för resa från Sverige för bosättning i annat land, blankett 4453 Pdf, 1.2 MB, opens in new window.

دا درخواستي دې آدرس ته واستوئ:

Migrationsverket
Box 3100
Umeå 903 03

تاسو له دې سره سره دا هم واستوئ

  • د پاسپورټ د هغه برخې کاپي استول په کوم کې چې ستاسو شخصی معلومات او انځور وي. که ستاسو کورنۍ ستاسو سره راځي، تاسو باید د دوی د پاسپورټونو کاپي هم واستوئ.
  • ستاسو او ستاسو په کورنۍ کې د هغو کسانو لپاره چې د 18 کالو څخه ډیر عمر لري د سویډن د مالیې ادارې لخوا د وروستي مالیاتي بیان کاپي.
  • رضایت په لیکلي بڼه. که تاسو ګډه سرپرستي لرئ او ماشومان له یو مور او پلار سره هیواد پریږدي، نو هغه مور یا پلار چې په سویډن کې پاتې کیږي باید خپل رضایت ورکړي.
  • د هغه تصمیم یا هغې ته ورته سند کاپي چې دا به ډاګه کوي چې تاسې به هغه هیواد کې د اوسیدو حق لرئ. دا یواځې په هغه صورت کې چې تاسو له خپل هیواد پرته بل هیواد ته ورځئ.

د مالي مرستې ورکړه

مالي مرسته به ستاسو د سفر کولو په موخه ستاسو بانکي کڅوړې ته ولیږدول شي.

کله چې تاسو درخواست وکړئ نو دا پیښیږي

کله چې تاسو د بیرته راستنیدو په اړه د مالي مرستو درخواست واستولو نو موږ به ستاسو قضیه پروسس کړو او ستاسو د بیرته راستنیدو سفر کې به له تاسو سره مرسته وکړو.

  1. کله چې موږ د سویډن د مهاجرت ادارې پریکړه وکړه، موږ به یې ستاسو د مدني ثبت پتې ته واستوو.
  2. که چیرې پرېکړه شوي وي چې له تاسو سره دې بیا ستنیدو کې مال مرسته وشي نو تاسو به د مالیاتو عمومي ریاست ته درخواست وکړئ چې تاسو بیرته ستنیږئ. External link, opens in new window.
  3. تاسو باید د کډې کولو د درخواست یوه کاپي د مهاجرنیو ادارې ته وسپارئ.
  4. د سویډن د مهاجرینو اداره ستاسو لپاره د سفر تیاري برابروي، ټکټ دراستوي او ستاسو بانکي حساب ته مالي مرسته دراستوي.

تاسو د غوښتنلیک په فورمه کې مطلوبه نیټه ولیکئ او د سویډن د مهاجرت اداره ستاسو د غوښتنې سره سم د امکان تر حده سفر تنظیموي. موږ چې کله ستاسو قضیه اداره کوو نو د سفر تاریخ تاسو سره په مشوره انتخابوو.

فورم

له سویډن څخه کوم بل هیواد ته د اوسیدو په موخه د سفر کولو لپاره د مالي مرستې درخواست فورم 4453 Pdf, 1.2 MB, opens in new window.

قوانین او مقررات

مقررات (1984:890) External link, opens in new window.

په بل هیواد کې د میشته کیدو لپاره له سویډن څخه د بهرنیانو د سفر لپاره د وړیا مرستې په اړه حکم (1984:890) وروستی تعدیل SFS 2009:1162. External link, opens in new window.

Förordning (1984:890) om bidrag till utlänningars resor från Sverige för bosättning i annat land Senaste ändring SFS 2009:1162 External link, opens in new window.

د هغه چا لپاره د نورو ویب پاڼو لینکونه چې له سویډن څخه سفر کوي

بهر ته کډه کېدل - د سویډن د مالیې ادارې څخه معلومات External link, opens in new window.

سویډن ته تګ او راتګ - د سویډن د تقاعد ادارې څخه معلومات External link, opens in new window.

د بیا ستنېدو په اړه عامې پوښتنې

نه، ستاسو مرسته هغه وخت درکول کیږي کله چې تاسو سویډن پریږدئ. که چیرې په کورنۍ کې څوک پاتې شي، د هغه کس لپاره د سویډن د پریښودو په تړاو پیسې ورکول کیږي.

کله چې تاسو په کوبل هیواد کې میشت شئ نو سویډن د مهاجرینو اداره ستاسو د اوسیدو جواز لغوه کوي.

نه، تاسو نشئ کولی چې خپله دایمې اقامه وساتئ که چیرې تاسو مالي مرستې ته د درخواست کولو پرته ستانه شئ.

دلته لا ډېر معلومات ولولئ له دایمې اقامې سره له سویډن څخه سفر کول

که تاسو د مهاجر په توګه د محافظت حالت اعلان ترلاسه کړی وي یا په بدیل توګه محافظت ته اړتیا لرئ، دا هم هغه وخت لغوه کیدی شي کله چې تاسو خپل هیواد ته د تګ لپاره د بیا ستنېدو مالي مرستې غوښتنه وکړئ. یو څوک چې په خپله خوښه بیرته خپل هیواد ته د اوسیدو لپاره ځي نو په نورماله توګه دا شخص محافظت ته اړتیا نلري.

کله چې موږ ستاسو غوښتنلیک ترلاسه کړو او تاسو په ورته وخت کې د محافظت حالت اعلامیه لرئ، نو موږ به ستاسو د محافظت حالت اعللمیه لغوه کولو لپاره قضیه پیل کړو. بیا به موږ تاسو ته یو لیک درواستوو په کوم کې چې موږ له تاسو څخه غوښتنه کوو چې دا راته تشریح کړئ چې ایا تاسو زموږ د دریځ د اعلان په لغوه کولو کې کوم اعتراض لرئ. که تاسو چیرې دې نوموړی لیک ته ځواب ورنکړئ، نو موږ به دا داسې وګومارو چې تاسو پکې هیڅ ډول اعتراض نلرئ او موږ به ستاسو د دریځ اعلامیه بیرته واخلو که تاسو د بیرته راستنیدو مالي مرسته ترلاسه کړئ.

تاسو کولی شئ د اقامې د جواز لپاره بیا غوښتنه وکړئ. تاسو باید خپل غوښتنلیک د سویډن نږدې قونسلګرۍ یا سفارت ته وسپارئ. مخکې له دې چې تاسو سویډن ته ننوځئ، د اقامې جواز باید چمتو وي. کله چې موږ ستاسو قضیه بای څیړو نو په دې کې دا هیڅ رول نه لوبوي چې تاسو مخکې د سویډن د مهاجرینو له ادارې څخه د بیرته راستنیدو لپاره مالي مرستې ترلاسه کړې دي.

Last updated: