په سویدن کې خوندیتوب او پناه غوښتنه
Skydd och asyl i Sverige – pashto
لته ستاسو لپاره چا چې سویدن کې د پناه غوښتنه کړي وي، مالومات شتون لري. تاسې کولای شۍ چې دلته د هغو پیښو په اړه چې د پناه غوښتنې او د پریکړې ترلاسه کولو څخه وروسته منځته راځي، مالومات ترلاسه کړۍ. دلته همدا راز کولای شۍ د پناه غوښتونکي په صفت کار، کور، صحي او ناروغتیایي پاملرنې او مالي مرستې ته اړوندو د خپلو حقوقو په اړه مالومات ولولۍ.
شریک کړئ
تازه چارې
-
وس به نو د پناه ورکونکي درخواست پرېکړه تاسو ته په پوسته کې دراستول کیږي
تر وسه پورې به د مهاجرینو ادارې د پناه غوښتنلیک پرېکړه د مهاجرینو د ادارې په یو دفتر کې د یوې غونډې د لارې صادروله. خو دا طریقه وس بدلیږي. د لومړي مارچ څخه وروسته به هغو کسانو ته چې د پناه لپاره یې درخواست استولی وي پرېکړه د پوستې له لارې استول کیږي.