په خپله خوښه راستنېدنه
Frivillig återvandring – pashto
لکه څرنګه چې تاسو ددې حق لرئ چې په سویډن کې د خوندیتوب غوښتنه وکړئ، نو په همدې ډول تاسې ددې حق هم لرئ چې خپل یا بل هیواد ته لاړ شئ، داسې ځاې چیرې چې تاسو د ژوند کولو حق ولرئ. تاسو کولی شئ چې دلته د هغه مالي مرستې په اړه نور معلومات ولولئ چې د سویډن د مهاجرت اداره یې تاسو ته د بیرته ستنیدو په وخت کې درکوي.
تاسو کولی شئ د مالي مرستې لپاره غوښتنه وکړئ
که تاسو له سویډن څخه د تللو پریکړه کړې وي، تاسو کولی شئ د سویډن د مهاجرت ادارې څخه د بیرته راستنیدو مالي مرستې لپاره غوښتنه وکړئ.
کوم کسان کولای شی دا بلاعوضه مالی مرسته یعنی پیسی ترلاسه کړی؟
که چیری ته په سویډن کی د لاندی دلایلو په اساس د استوګنی موقتی یا دایمی اجازه یعنی قبولی لری، ته کولای شی د دی پیسو غوښتنه وکړی
- لکه د ملګرو ملتنو د مصوبی په اساس کډوال
- سهمیه یی کډوال
- د ژوند لپاره د امنیت په دلیل پناه لرونکی
- د بشر دوستی په خاطر
- د یوه داسی کس سره یو ځای کیدلو په دلیل چه د پورتنی دلایلو په اساس د استوګنی اجازه لری.
د کورنۍ د غړو په اړه
کله چې تاسو د خپل ځان لپاره د مرستې غوښتنه کوئ، تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ (میړه او د 18 څخه کم عمر لرونکي ماشومان) لپاره هم د مرستې غوښتنه وکړئ. که ځانګړي لاملونه وي، نور خپلوان چې ستاسو سره اوسیږي هم ګټې ترلاسه کولی شي، د بیلګې په توګه ستاسو ملګری یا ستاسو ماشوم چې 18 کلن شوی وي.
څوک نشي کولی چې مالي مرسته ترلاسه کړي؟
تاسو نشئ کولی مرسته ترلاسه کړئ که تاسو
- د سویډن تبعه لرئ
- د ډله ایزو مهاجرینو د لارښوونو سره سم د استوګنې جواز لرئ او د اوکراین څخه راغلي وي
- د خپل ځان لپاره کافي پیسې ولرئ ترڅو تاسو وکولی شئ د سفر لپاره پخپله پیسې ورکړئ.
د مالي مرستې مقدار څومره دی؟
مرسته د هر بالغ لپاره 10,000 کرونه او د هر 18 کالو څخه کم عمر هر ماشوم 5,000 کرونه ده. یوه کورنۍ کولی شي تر 40,000 کرونو پورې مرسته ترلاسه کړي.
که تاسو چیرې مالي مرسته ترلاسه کړئ، نو د سویډن د مهاجرت اداره به ستاسو د سفر لګښت هم ورکړي. تاسو نشئ کولی چې خپل هیواد ته د چکري تګ او یا د کور سامان لیږدولو لپاره وړیا مرسته ترلاسه کړئ.
د غوښتنلیک ورکولو په وخت کی ته باید د کومو شیانو په هکله فکر وکړی؟
- د سفر کولو لپاره ته باید د سفر یو سند ولری.
- که ته غواړی له خپل هیواد نه پرته کوم بل هیواد ته کډه وکړی نو ته باید په دی هیواد کی د استوګنی اجازه ولری.
- د اړتیا په صورت کی، ته باید د هغو هیوادو ویزه ولری چه د دوی د خاوری نه تیریږی.
- کله چه ستا غوښتنلیک مونږ ترلاسه کړه نو مونږ د ستا د پناهندګۍ د سلب کولو یعنی بیرته اخیستلو څیړنه پیل کوو.
- کله چه ته د سویډن نه کډه کوی نو د کډوالو اداره به د ستا د استوګنی دایمی اجازه له تا نه بیرته واخلی. که ته غواړی دا وساتی نو په دی هکله مونږ ته اطلاع راکړه. زیات مالومات لاندی ولوله: "د استوګنی د اجازی سره د سویډن نه کډه کول"(Resa från Sverige med uppehållstillstånd)
- که ته د قرضونو د بیرته ترلاسه کولو اداری(Kronofogdemyndigheten) قرضدار یی، نو په عادی توګه ته نشی کولای خپل هیواد ته د بیرته راتللو مالی مرسته ترلاسه کړی.
د بیرته راستنیدو د مالي مرستې لپاره څنګه غوښتنه وکړئ
تاسو کولی شئ چې د یو فورم د ډکولو له لارې د بیرته ستنیدو مالي مرستې لپاره درخواست ورکړئ، چې دې ته بل هیواد د سفر لپاره مالی مرسته ویل کیږي. دا اړینه ده چې تاسو باید یوه پوره درخواستي واستوئ.
بل هیواد ته د اوسیدو سفر لپاره د مالی مرسته درخواست فورم نمبر 4453 Pdf, 1.2 MB, opens in new window.
دا درخواستي دې آدرس ته واستوئ:
Migrationsverket
Box 3100
Umeå 903 03
ته باید لاندی اسناد هم مونږ ته راولیږی
- د پاسپورټ د هغه مخونو کاپی چه هلته د اعتبار موده او ستا هویت ذکر شوی دی. که ستا کورنی هم ستا سره سفر کوی نو د دوی د پاسپورټونو کاپی ګانی هم باید را واستوی. که ته /تاسی پاسپورټ نلری نو ته کولای شی د هویت د کوم بل سند کاپی ګانی راواستوی.
- د مالیی د اداری لخوا د مالیی د نهایی اطلاعیی(slutskattebeskedet) کاپی، هم ستا او هم ستا د کورنی د هغه غړو چه عمر یی د ۱۸ کالو نه جګ دی.
- تحریری موافقتنامه. که تاسی د خپلو ماشومانو مشترک قیمومت لری او ماشومان یوازی د پلار یا مور سره د سویډن نه کډه کوی نو باید هغه پلار یا مور چه په سویډن کی پاتی کیږی خپله تحریری موافقتنامه د کډوالو اداری ته ورکړی.
- په هغه هیواد کی چه تاسی غواړی هغه ته کډه وکړی، د استوګنی د اجازی یا ورته سند کاپی. دا یوازی په هغه صورت کی اعتبار لری که ته پرته له خپل هیواد نه کوم بل هیواد ته کډه کوی.
د بلاعوضه مالی مرستی د پیسو ورکول
دا پیسی د سفر په ارتباط د ستا په سویډنی بانکی حساب کی اچول کیږی.
له دی نه وروسته چه تا غوښتنلیک ورکړ، لاندی شیان پیښیږی
له دی نه وروسته چه تا خپل هیواد ته د بیرته تللو لپاره د پیسو غوښتنلیک ورکړ، نو مونږ دا څیړو او تا ته د سفر کولو لپاره مرسته کوو.
- مونږ ستا غوښتونلیک ګورو او که نورو زیاتو مالوماتو ته اړتیا وه نو مونږ به له تا نه دوی وغواړو.
- له دی نه وروسته چه مونږ یوه پریکړه وکړه، نو مونږ به دا ستا د نفوسو د احوالو د ثبت پتی یعنی آدرس ته درواستوو.
- که په دی پریکړه کی لیکل شوی وه چه ته کولای شی خپل وطن د بیرته تګ لپاره پیسی ترلاسه کړی، نو ته باید د مالیی اداری ته اطلاع ورکړی چه ته د سویډن نه کډه کوی. External link, opens in new window.
- ته باید د کډی کولو د اطلاعیی یوه کاپی د کډوالو اداری ته ورکړی.
- د کډوالو اداره به ستا سفر رزرو کوی، ټکسونه به تا ته استوی او پیسی به د ستا په سویډنی بانکی حساب کی اچوی.
ته به د خپل سفر نیټه او مقصد د غوښتنلیک په فورمه کی ذکر کوی، او د کډوالو اداره به سفر د امکان تر حده د ستا د غوښتنی سره سم رزرو کوی. کله چه مونږ ستا دوسیه څیړو نو د سفر نیټه به ستا سره یو ځای عیاروو.
فورم
قوانین او مقررات
د هغه چا لپاره د نورو ویب پاڼو لینکونه چې له سویډن څخه سفر کوي
Flytta utomlands – information från Skatteverket External link, opens in new window.
بهر ته کډه کېدل - د سویډن د مالیې ادارې څخه معلومات External link, opens in new window.
سویډن ته تګ او راتګ - د سویډن د تقاعد ادارې څخه معلومات External link, opens in new window.