په لیوالتیا سره بیرته ستنېدل
Återvända självmant – pashto
په لیوالتیا سره بیرته ستنېدل په دي مانا ده چې تاسي خپل اصلي هیواد ته په ستنېدلو سره موافق یاست او د اړتیا وړ همکاري کوي. کله چې ستاسي د پناه غوښتنې غوښتنه و نه منل سي، د سویډن هیواد پرېښودلو ته چمتو وسئ.
کله چې پريکړه کېږي چې تاسي په دي هیواد کې د پاتې ګېدلو حق نلرئ او یا دا چې باید ووځئ، تاسي د کډوالو و مرکز ته د قضایاوو د مدیر سره د لیدنې په موخه بلل کېږئ. د دي لیدنې په لړ کې ستاسي څخه به د بیلابیلو ځای ناستیو چې شتون لري، خبرې به وسي او همداراز تاسي ته به اجازه درکړل سي تر څو هره پ،ښتنه لرئ و یې کړئ.
که تاسي خپله خپل د سفر د پلان جوړولو وړتیا ونلرئ، تاسي او د قضایاوو مدیر کولای سئ چې پلان چمتو کړئ چې کوم کار تاسي کولای سئ تر سره کړئ او د کډوالو مرکز ستاسي لپاره څه مرسته کولای سي. تاسي به همداراز د مالي او نورو مرستو حق ولرئ، تر څو خپل په اصلي ځای کې په اسانۍ سره پر پښو ودرېږئ.
نور ولولۍ چې د بیرته ستنیدلو پرمهال څوک مرسته ترلاسه کولی شی
پاسپورټ یا د سفر موقت او لنډ مهالي اسناد تر لاسه کړئ
دا ستاسي مسولیت دی چې پاسپورټ یا د سفر لپاره موقت اسناد او یا هر هغه اړین توکې چې و کولای سئ خپل اصلي ځای او یا هر هغه ځای چې هلته تاسي ته د اوسیدنې اجازه درکول کېږي ولاړ سئ، تر لاسه يې کړئ.
که تاسي د سفر د اسنادو سره و مرستې ته اړتیا لرئ، د کډوالو مرکز کولای سي ستاسي د هیواد د مسول کسانو سره اړیکه ونیسي او د سفر موقت اسناد چمتو کړي. په دي حالت کې، د کډوالو مرکز باید ستاسي شخصي معلومات ستاسي د هیواد د مسولینو سره شریک کړي، خو موږ سویډن ته ستاسي د پناه غوښتنې موضوع و دوي ته نه وایو.
که د پاسپورټ او یا موقت اسنادو د لاسته راوړلو لپاره کومه بله لاره پاتې نه سي، کیدای سي تاسي ته د کډوالو د مرکز له لوري موقت بهرنۍ پاسپورټ درکول سي. په دي حالت کې ستاسي بهرنۍ پاسپورټ یوازې ستاسي و اصلي هیواد ته د ستنېدلو لپاره د اعتبار وړ دی.
د سفر ټکټ
هغه هیوادونه چې ندي منل سوي، اوسیدونکې يې باید رزرو ټکټ وکړي.
لومړی تاسي خپل هیواد ته د سفر د بیې د ورکړي مسول یاست. که تاسې چیرې خپلې پیسې یا نوره شتمني نه لرئ، نو د سویډن د مهاجرت اداره کولی شي تاسو لپاره د سفر ټکټ برابر او پیسې یې هم ورکړي. که تاسي غواړئ خپل د سفر پیسې ورکړئ، په یاد ولرئ چې باید د سفر موقت اسناد د ځان سره ولرئ.
که تاسي و هغه هیوادونو ته چې هلته د تللو اجازه نلرئ د سفر ټکټ واخلئ، تاسي خپل ځان د جریمې د ګواښ سره مخامخ کوئ او یا د هغه هیوادونو چارواکي د دي غوښتونکې کېږې چې تاسي بیرته سویډن هیواد ته و لېږدي. پر دي بنسټ، تاسي باید خپل د سفر پلان داسي چمتو کړئ چې دا هیوادونه پکښې شامل نه وسي. د کډوالو مرکز ستاسي د شخصي سفرونو هیڅ مسولیت نلري. هر کله چې تاسي د نورو هیوادونو و یوه ته يې د سفر د رزرو غوښتونکي سئ، تاسي شخصا باید دا معلومات چې د ویزې په چمتو کولو سره هغه هیواد ته د تللو اجازه لرئ، و څيړئ.
استوګنه، بانکي کارټ او (ایل ایم آ) کارټ
د سویډن د پرېښودلو مخکي، باید خپل (ایل ایم آ) کارټ و کډوالو مرکز ته و سپارئ. که تاسي ته د کډوالو د مرکز له لوري بانکي کارټ درکړل سوی دی، د بانکي حساب څخه پيسې و باسئ او کارټ مسترد کړئ. که د کډوالو د مرکز په یوه استوګن ځای کې استوګن واست، باید استوګن ځای پرېږدئ او کیلېګانې مستردي کړئ.
د بېرته ستنیدو مرکز
وروسته له هغې چې د رد یا اخراج پریکړه عملي شي (د عملي کیدو امر یې صادر شي) نو تاسو ته به د بېرته راستنیدو مرکز کې ځای درکړل شي. په ورته وخت کې دا په دې معنی ده چې د مهاجرینو اداره د اوسیدو لپاره کوم بل ځاې نه درکوي. د بېرته ستنېدو په مرکز کې به تاسو ته د بېرته ستنیدو په اړه مشورې او مرستې درکړل شي.
تاسو کولی شئ چې د بېرته ستنیدو په یو مرکز یا خپل کوم کور کې تر هغې ژوند وکړئ ترڅو مو چې سویډن نه وي پرېښودلی.
روغتیایي مراقبتونه او زده کړې
تر څو چې تاسي د هیواد څخه ایستل کېږئ، تاسي د تېر په شان د روغتیایې خدمتونو څخه د ګټه اخیستنې حق لرئ، خو تر هغه وروسته چې ستاسي مالي حق پای ته رسیږې او پري یا قطع کېږې، د درملو او روغتیایې خدمتونو لپاره به هیڅ ډول پیسې په بدل کې تر لاسه نه کړئ.
د پناه غوښتنی په پروسه کي د ماشومانو په اړه نور ولولۍ
بېرته ستنېدو سفر
دا تل ستاسو خپل مسؤلیت دی چې د سویډن د مهاجرت ادارې ته وښایاست چې تاسو د خپلې پریکړې سره سم سویډن پریښی دی. که چیرې سویډن د مهاجرت اداره ساسې له سفر څخه نه وي خبره نو موږ کولی شو پر تاسو باندې هیواد ته د بیا راننوتلو بندېز پرېکړه غوره کړو، دا په دې معنی چې تاسو ممکن د شینګین سیمې ته بیرته سفر ونه کړی شئ. ستاسو قضیه پولیسو ته هم لیږدول کیدی شي.
که چیرې تاسو رد یا اخراج پرېکړه ترلاسه کړي وي چې د 2023 کال د مارچ له 6 نیټې څخه وروسته شوې وي، نو تاسو دې ته اړتیا نلرئ چې د سویډن مهاجرت ادارې ته خبر ورکړئ ځکه چې ستاسو پریکړه بیا د شینګین معلوماتو سیسټم (SIS) کې ثبت کیږي. که تاسو چیرې له پریکړې سره سم عمل وکړئ او په خپل په ټاکلي وخت کې ترسره کړئ نو راجسټریشن به لیرې شي او د سویډن د مهاجرت اداره به بیا په اتوماتیکه ټوګه دا خبر ترلاسه کړي چې تاسو د شینګین سیمه پریښوده.
که ستاسو چیرې د رد یا اخراج په اړه پریکړه د 2023 کال د مارچ د 6 نیټې څخه دمخه ترسره شوي وي، نو د سویډن د مهاجرت اداره ستاسو څخه ددې معلوماتو د ترلاسه کولو په هکله اړتیا لری چې تاسو هیواد پرېښود. که تاسو د سویډن د مهاجرت ادارې څخه د وتلو سند ترلاسه کړی وي، نو تاسو باید د وتلو پر مهال د سویډني پاسپورټ کنټرول ته وسپارئ (د وتلو سندونه یوازې د سویډن په هوایی ډګرونو کې سپارل کیدی شي). تاسو کولی شئ چې دا هم ښکاره کړئ چې تاسو مهاجرینو ادارې ته د پاسپورټ د لومړي مخ د کاپي په لیږدولو سره هیواد پریښودلی دی، چیرې چې شخصي معلومات وي او ټاپه هم موجوده وي (د پیژندنې شمیره په نښه شوې وي). د الوتنې ټکټونه یا د بورډینګ پاسونه یوازې د روانیدو تایید لپاره نشي کارول کیدی.
په یاد ولرئ چې تاسو باید د شینګن په کوم بل هیواد کې د سفر تمځای انتخاب نکړئ په هغه صورت کې چې تاسو هلته د ژوند جواز ونلرئ. که تاسو چیرې خپل سفر په اړه پوښتنې لرئ نو کولی شئ چې زموږ کوم نیږدې مرکز سره اړیکه ټینګه کړئ.
دکډوالۍ اداري لپاره د اړیکو جزییات ومومۍ (په انګلیسي ژبه)
بل هیواد ته ستنیدل د هغه هیواد پرته چې هغه ته تعلق مومئ
بل هیواد د اروپايي ټولنې په دننه کې
کیدای سي د کډوالو مرکز پریکړه وکړي چې تاسي د اروپايي هیوادونو و یو بل هیواد ته ور و پيژني تر څو ستاسي د پناه غوښتنه په هغه ځای کې په نظر کې و نیول سي. دا پریکړه کیدای سي په تاسي پورې اړه ولري، د بیلګې په توګه تاسي کولای سئ چې هغه هیواد په اروپا کې و ټاکی چې د سویډن تر لیدلو مخکې مو لیدلی وو او یا هغه هیواد چې تاسي ورڅخه د ويزې اخیستلو غوښتنه کړي وه. دا مقررات کولای سئ چې د دوبلین په مقرراتو کې و موندئ.
که په بدل کې تاسي و خپل لومړي هیواد ته د ستنیدلو غوښتونکي وسئ، که د ځان سره ځنډ ونلري او یا يې د بیرته ستنیدلو لګښت ډېر زیات نه وسي، د تایید وړ ګرځي.
د ډوبلینمقرراتو په اړه نور ولوۍ (په انګلیسي ژبه)
بل هیواد چې د پریکړه سوي هیوادونو څخه سیوا، څرګند سوی
کیدای سي تاسی بل هغه هیواد ته چې تاسي یې ثابته کړئ چې هغه هیواد تاسي مني، و لېږل سئ. په داسي حال کې تاسي هغه هیواد ته د تللو لپاره یو پاسپورټ د اعتبار او د تللو اجازې ته اړتیا لرئ. توریستي ویزه یا د ویزې څخه د معافیت اسناد کافي ندي. که چيرې ستاسي د بیا ستنیدلو پر وخت ځنډ ولیدل سي او یا دا چې لګښت يې ډېر زیات سي، اجازه به در نکړل سي.